IQNA

 د ټولنې  نفسیاتي سلامتیا سره د مرستې لپاره د سکاټلینډ مسلمانانو یو نوی پلان اجرا کړ

15:17 - January 11, 2023
د خبر لمبر: 3486738
ایکنا-(تهران)د سکاټلینډ په لانکشایر کې د کوټبریچ اسلامی مرکز له اړمنو کسانو سره پر مرستو سربیره د نفسیاتی  او روحي سلامتیا د مشورو په زمینې کې  هم فعالیتونه پیل کړي دي.

ایکنا خبری آژانس د Lanarkshire Live له قوله راپور راکړ، دغه ا سلامی مرکز د (Friends of Airdrie)ایردري دوستانو په نامې سره دخیریه موسیسې سره په ګډ اقدام کې   خلکو ته موبایل ټيلیفنونه ورکړي دي څو د خپلې نفسیاتي سلامتیا له ټيم سره په ارتباط کې ووسي. پر دې سربیره ،څه دپاسه درې سوه خوراکي پيکیجونه  هم هغو بوډاګانو او کسانو ته ورکړل شوي دي چې له مالی نظره اړمن دي.

د کوټبریج اسلامی مرکز مشر عرفان جهانګیر سره Lanarkshire Live په خبرو کې ووئيل، بریالي شوي یوو، د نفسیاتی سلامتیا له یوه ټيم او دخوراکي شیانو او بودجې د غونډولو لپاره د خوړو له یوه بانک سره ملګرتیاوکړو.

هغه زیاته کړې ده ،وتوانیدو، هغو بوډاګانو ،کونډو او کورنیو ته چې له مالی مشکلاتو  سره مخ دي ،کابو درې سوه خوراکي پيکیجونه ورکړو. همداراز شپږ سوه پونډه مو غونډ کړي  څو له خلکو سره مرسته وکړو چې موبایل ټيلیفونونه ترلاسه کړي  او د نفسیاتي سلامتیا له ټیم  سره په تماس کې شي.په دې چې له نفسیاتي  مشکلاتو سره لاس او ګریوان کسان څومره دي،او څومره کسان موبایل ټيلیفونونو ته لاس رسي نه لري، یا ئې د اخستو بودجه نه لري، دومره زیات دي چجې ورته حیران شوي یوو،البته مونږ په دې خوښ یوو چې تر یوه حده  په دغه کار خیر کې مو ګډون کړی  او له اړمنو سره مو تر یوه حده مرسته کړې ده او د یوشمیر اړمنو کسانو په مخ مو موسکا  خوره شوې ده. هغه ووئيل نیّت لرو، له ټولنې سره خپلې دغې ملګرتیا ته دوام ورکړو او که داسې کسان وي چې طبی نوبت سره د ارتباط په اړه مرستې ته ضرورت لري ،یا په داړه نوره کوم مشکلات هم لري،نو خوښ یوو چې ورسره مرسته وکړو.

https://iqna.ir/fa/news/4113877/%

captcha